کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۵ نېټه):
د راپورونو له مخې په چمن کې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت ۳۷ ورځې پوره شوې.
د راپور پر بنسټ، دوی د پاکستاني حکومت د هغې پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض پرلت وهلی، چې پر چمن لار یې هر ډول تګ – راتګ کې پاسپورټ او ویزه حتمي کړې ده.
ځایي سرچینې وایي، چې د دغه پرلت له امله چمن ښارګوټي کې سوداګري او کاروبار په ټپه درېدلی دی.
سرچینې وایي، چې یادې دروازې سره د افغانستان لوري سپین بولدک او د پاکستان لوري چمن ته د زرګونو کسانو اقتصاد تړلی پاتې دی.
یاد پرلت یوه پنځه کسیزه کمېټه هم اسلام آباد ته لېږلې او دې وروستیو کې یې ګواښ هم کړی، چې که غوښتنې یې ونه منل شي، پر ډیورنډ فرضي کرښه به لګېدلی اغزن تار له منځه یوسي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/