معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / چین او افغانستان د سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

چین او افغانستان د سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

پنجشنبه، د لړم ۱۹مه
کابل/ګهیځ: چین او افغانستان د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو د لا پراختیا پر اړتیا خبرې کړي دي.
په همدې موخه په چین کې د افغانستان سرپرست سفیر سید محی الدین سادات د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مرستیال مشر چین سونګ سره کتلي.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو په لا پیاوړتیا، د ډیپلوماټیکي کچې د لوړولو او پراختيا په هکله بحث شوی.
د باختر دولتي خبري اژانس د خبره له مخې، سادات او سونګ دغه راز په افغانستان د کې د چین پر پراختیايي مرستو، د نیمګړو پاتې پروژو په بشپړېدو او په بېلابېلو تخینکي برخو کې د افغانانو پر روزنه خبرې کړي.
په چین کې د افغانستان سرپرست سفیر همدارنګه له سونګ سره په خبرو کې ویلي، چې حکومت یې له ټولو هېوادونو سره د ښو او غوره دوه اړخيزو همکاريو غوښتونکی دی.
چین په افغانستان کې له بشري مرستو پر کولو سربېره دلته په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ژمنه یې کړې چې خپلې نیمګړې پروژې به بشپړې کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس