معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / چین پر افغانستان د امریکا لګول شوي بندیزونه ناعادلانه وبلل

چین پر افغانستان د امریکا لګول شوي بندیزونه ناعادلانه وبلل

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مسکو فارمټ غونډه کې د چین استازي ويلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د افغان حکومت په امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې اغېزمن ګامونه پورته کړي، چې له مخې یژ امریکا باید پر افغانستان لګول شوي بندیزونه لرې کړي.
نوموړي دغه غونډه کې زیاته کړې، د افغان حکومت د ځینو چارواکو پر سفرونو لګېدلي بندیزونه دې هم لرې او دوی ته باید فرصت ورکړل شي، چې په سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي.
دې غونډې ته دغه راز د متحده عربي اماراتو استازي ویلي، چې دوی د یو سوله‌ ییز او با ثباته افغانستان غوښتونکي دي او له افغانستان سره تعامل او همکاري غواړي.
نوموړي زیاته کړې، یوه اونۍ وړاندې يې افغانستان ته خپل سفیر هم لېږلی دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس