معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / چین په پام کې لري چې د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفې صفر ته و رسوي

چین په پام کې لري چې د افغانستان پر صادراتو ګمرکي تعرفې صفر ته و رسوي

شنبه، د لړم ۲۱مه
کابل/ګهیځ: په کابل کې د چین سفارت خبر ور کړی چې د روان کال د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې به د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو ګمرکي تعرفې لیرې شي.
چین دا ګام وروسته له هغې اخلي، چې په دې وروستیو وختونو کې د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو له ډېرېدو راپورونه ورکول کېږي.
د چین سفیر «وانګ یو» تېره ورځ (جمعه د لړم ۲۰مه) پر خپله ټویټر پاڼه و لیکل چې د افغانستان ۹۸ سلنه محصولات به له ګمرکي تعرفې پرته دغه هېواد ته داخل شي.
هغه ویلي، چې پر افغان محصولاتو د ګمرکي تعرفې لیرې کول د افغانستان له اقتصاد او پرمختګ سره د چین مرسته ده.
وانګ یو زیاته کړې چې دا پریکړه د چین د ګټورې او ګټونکې دوه اړخیزې ستراتیژۍ د پلي کولو او همدارنګه له افغانستان سره د (اقتصادي) پرمختګ د بهیر د ګړندي کولو په موخه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د ملا برادر په مشرۍ د رییس‌الوزراء اقتصادي دفتر ویلي وو چې د روان کال تر پایه به د افغانستان صادرات دوه میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
د دغه دفتر د اعلاميې له مخې، د ١٤٠١ په لومړيو ۷ مياشتو کې افغانستان له يو ميليارد ډالرو څخه زيات صادرات کړي چې عمده صادراتي توکي يې د چين په ګډون د سيمې د هېوادونو ته د کانونو استخراج دی.
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپله ټویټر پاڼه د صادرشویو توکو او د هغو هېوادونو نوملړ خپور کړی چې دغه محصولات یې ترلاسه کړي دي.
د دغه نوملړ له مخې یوازې چین ته په تېرو اوو میاشتو کې د ۶.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت توکي صادرات شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس