معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ډبلیو ایف پي وایي، لکونو زده کوونکو باندې خوراکي توکي وېشو

ډبلیو ایف پي وایي، لکونو زده کوونکو باندې خوراکي توکي وېشو

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP پر خپلې اېکس پاڼې په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، چې هره ورځ په افغانستان کې له ۷ لکو څخه زیاتو هلکانو او نجونو ته د خوراکي توکو مرستې وېشي.
یاد سازمان ویلي، چې دا خوراکي توکي د ښوونځي هلکانو او نجونو سره مرسته کوي، چې فعال پاتې شي او ښه زده‌ کړه وکړي.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې څه باندې ۷ لکه نجونو او هلکانو ته د مرستو د وېش اعلان کړی و او ویلي یې وو، چې هېڅ ماشوم باید له لوږې سره ښوونځي ته لاړ نه شي.
بلخوا په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ د څانګې مشرې منا شیخ خبر ورکړی، چې یوازې سږ کال به په افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ۱.۶ میلیونه ماشومانو درملنه وشي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس