کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د څانګې مشرې حسیاوو وي لي د ډبلیو ایف پي افغانستان څانګې په ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د وچکالیو د اثراتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې.
نوموړې ویلي، ګڼو افغانانو خپل کلي د اوبو د نشتوالي او وچکالۍ په سبب پرېښي او په هېواد کې دننه نورو سیمو ته کډه شوي یا له هېواده وتلي دي.
هغې ویلي تر ټولو زیانګالي خلک لا هم په دې سیمو کې پاتي چې نورو سیمو ته د تلو توان نه لري.
د ډبلیو ایف پي دې مشرې ویلي، ملګري ملتونه او همکارې موسسې یې دغو زیانګالو خلکو ته د پاکو اوبو او خوړو د برابرولو هڅه کوي.
افغانستان د نړۍ له هغو ۱۰ هېوادونو څخه دی، چې د اقلیمي بدلونو له امله اغېزمن شوی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/