معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ډنمارک د قرآن کریم سپکاوی کوونکو ته د سزا ورکولو قانون جوړ کړ

ډنمارک د قرآن کریم سپکاوی کوونکو ته د سزا ورکولو قانون جوړ کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۱۸  نېټه):

د نړیوالو رسنیو د خبر له محې د ډنمارک پارلمان د سپېڅلو کتابونو پر سپکاوي کولو بندیز ولګولو.

د راپور پر بنسټ، دوی دغه قانون ته د “قرآن قانون” نوم ورکړی او ترې سر غړوونکو ته د دوه کاله بند سزا ورکولو حکم شوی.

په داسې حال کې چې ډنمارک او سویډن هغه هېوادونه دي، چې له څو کلونو راهیسې په پرلپسې ډول په کې د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم بې حرمتي روانه وه او په اسلامي نړۍ کې یې پر ضد لاریونونه او نیوکې کېدلې، چې دغه هېوادونه باید د دغو چارو مخه ونیسي.

د ډنمارک پارلمان کې ټولټال ۹۴ وکیلانو د دغه قانون د جوړېدو په حق کې مثبته او ۷۷ وکیلانو بیا منفي رایه وړاندې کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس