معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ډونالډ ټرمپ د امریکا د پراختیايي ادارې د تړلو غوښتنه وکړه

ډونالډ ټرمپ د امریکا د پراختیايي ادارې د تړلو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقیم ډول د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې USAID د تړلو غوښتنه کړې.

ټرمپ دغه اداره په پراخ فساد او درغلۍ تورنه کړې او نیویارک ټایمز د هغه له خولې لیکلي، چې USAID د “لیونیانو” لخوا اداره کیږي.

یاده اداره، چې د نړۍ د بېوزلو هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان یوه له لویو مرستندویه ادارو ګڼل کیږي، په تېرو ۲۴ کلونو کې یې له افغانستان سره له ۱۰۹ میلیارده ډالرو څخه ډېرې مرستې کړي.

د USAID د تړلو غوښتنه په داسې مهال کیږي، چې تر دې وړاندې ټرمپ تر دریو میاشتو د امریکا له لوري نورو هېوادونو سره کېدونکې مرستې هم وځنډولې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس