کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځيانو پر موټر وسلوال برید شوی، چې له امله یې درې پوځیان وژل شوي دي.
خبر زیاتوي، چې دغه پوځیان د جنوبي پښتونخوا د پښین ولسوالۍ څخه ډېره اسماعیل خان ته روان وو، چې د وسلوالو تر برید لاندې راغلل.
د برید له امله پوځي موټر اور اخیستی، چې په پایله کې یې د درې پاکستاني پوځيانو تر څنګ یو موټر چلوونکی او یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو سیمه ییزې امنیتي سرچینې وايي، چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/