معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ډېر ژر به کابل ته د افغانیو نوي بانکنوټونه راشي

ډېر ژر به کابل ته د افغانیو نوي بانکنوټونه راشي

کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان ۳۰مه او د اکټوبر ۲۲مه نېټه ده) کابل ته د افغانیو د نوي بانکنوټونو د را رسېدو خبره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ کړې.
د رسنیو د راپورونو پر بنسټ هغه ویلي، امریکا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغانستان دوو بانکي معاملو ته اجازه ورکړې چې یوه یې د نویو چاپ شویو بانکنوټونو لګښتونه وو چې د افغانستان مرکزي بانک لخوا تادیه شول.
ویسټ په یوه مجازي ناسته کې ویلي چې ډیر ژر به کابل ته د افغانیو نوي بانکنوټونه را ورسیږي.
ورته مهال د افغانستان بانک پخواني سرپرست واحد نوشېر هم ویلي چې ډېر ژر به نوي چاپ شوي د افغانۍ بانکنوټونه بازار ته راووځي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې خلک د پیسو له زړخته شکایتونه کوي، حکومت هم تر دې وړاندې د پیسو په سم ساتلو ټینګار کړی و، د دوی په وینا ځکه چې د نوو نوټونو چاپ کېدو ته یې امریکا اجازه نه ورکوي.
خو اوس وېسټ ویلي، چې ډېر ژر به کابل ته د افغانیو نوي بانکنوټونه ورسېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس