کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ملي ادارې مسوولینو ويلي، چې ښايي په راتلونکو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د واورو او بارانونو د اورښت امکان ډېر وي.
د یادې ادارې ویاند رسنیو ته ویلي، چې د هېواد په غربي سیمو کې په زیاته کچه اورښتونه شوي او اوس مهال هم د هېواد په شرقي او شمال شرقي سیمو کې اورښتونه دوام لري.
د مسوولینو په خبره د ننګرهار، کونړ او نورستان سربېره، په کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا او یو شمېر نورو مرکزي ولایتونو کې د اورښتونو ډېر احتمال شته.
د یادې ادارې مسوولین زیاتوي، چې زموږ د معلوماتو له مخې، ښايي په راتلونکو ورځو کې د هېواد په ځینو سیمو کې د واورو او بارانونو امکان زیات وي.
بل لورته د یادو اورښتونو له امله د هېواد یو شمېر لویې لارې تړل شوي او په ځینو سیمو کې سیلابونه هم راوتلي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ويلي، هېواد کې وروستیو اورښتونو د کب له لومړۍ نېټې تر اوسه ۸۳ کسانو ته مرګ – ژوبله اړولې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/