معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابلوف وایي، د افغانستان اوسنی حکومت پراخ‌ بنسټه نه‌ دی

کابلوف وایي، د افغانستان اوسنی حکومت پراخ‌ بنسټه نه‌ دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۷مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، تر هغې چې د افغانستان اوسني چارواکي په رسمیت و نه پېژندل شي، سفیر یې هم نه‌ شي کولی چې روسیه کې د افغانستان په سفارت کې کار وکړي.
کابلوف زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنی حکومت پراخ‌ بنسټه نه‌ دی.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان امنیتي وضعیت اوس هم ښه نه‌ دی او له خپلو هېوادوالو یې غوښتي، چې افغانستان ته سفر ونه‌ کړي.
د سرپرست حکومت ویاند بیا د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي د څرګندونو په غبرګون کې د پراخ‌ بنسټه حکومت نه جوړېدو موضوع د هېواد کورنۍ مسله بللې او بهرنیو وګړو ته ډاډ ورکوي، چې افغانستان امن دی.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي، همداراز په خپلو خبرو کې زیاته کړې، سرپرست حکومت لېواله دی چې د افغانستان پوځي تجهیزات لکه توپونه او ټانکونه د روسي متخصصانو له لوري ترمیم شي، خو د سرپرست حکومت ویاند، د کابلوف دغه څرګندونې رد کړۍ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس