معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره ځانګړی استوګنیز ښارګوټی جوړیږي

کابل کې د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره ځانګړی استوګنیز ښارګوټی جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره ځانګړی استوګنیز ښارګوټی جوړوي.

د خبر پر بنست په دې اړه د استوګنیز ښارګوټي توپوګرافي مطالعات هم بشپړ شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا ښارګوټی د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره جوړیږي، چې د جوړېدونکي استوګنیز ښارګوټي د توپوګرافي مطالعاتو پروسه یې هم بشپړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دغه ښارګوټی د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه د بهرنیو ډیپلوماټانو لپاره جوړیږي او ټاکل شوې، چې پر ۳۷۱.۵ جریبه ځمکه د دارالامان په سیمه کې ورغول شي.

یاد ښارګوټی به د نړیوالو معیارونو پر اساس ډیزاین او جوړ شي، چې د بهرنیو ډیپلوماټانو د استوګنې لپاره به هر اړخیزې اسانتیاوې په کې برابرې وي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس