معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

کابل کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د نوبتي ناستې پرمهال کابل کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید او د اجرا وړ بلل شوې.

د خبر پر بنسټ د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي ناستې ته په کابل، سرپل او جوزجان کې د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې، چې د یادې کمېټې تر هر اړخیز بحث وروسته په کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوه.

دغه راز په سرپل او جوزجان کې هم د سوداګریزو مارکېټونو جوړولو طرحو د هر اړخیزې ارزونې لپاره جلا – جلا کمېټې وټاکل شوې، چې خپل راپورونه په ټاکل شویو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس