معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو

کابل کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۴ مه نېټه):
د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابل په بادام باغ کې د نیالګیو کېنولو د کمپاین پرمهال د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، افغانستان د مناسب طبیعي چاپېریال لرونکی هېواد دی، خو د څو لسیزو په اوږدو کې د خطرناکو بمونو او کیمیاوي وسلو کارولو له امله یې هوا او طبیعت اغېزمن شوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په‌ دې مراسمو کې له ټولو هېوادوالو، په تېره د کابل له ښاریانو غوښتل شوي، چې په‌ خپلو کورونو کې لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي، ځکه په وینا یې د ککړ چاپېریال له اغېزو د خلاصون یوازینۍ لار د نیالګیو کېنول دي.
تر دې وړاندې هر کال د نیالګیو کېنولو د موسم پرمهال د هېواد بېلابېلو سیمو کې ګڼ نیالګي کېنول شوي، چې ډېری یې بیا د وخت په تېرېدو د نه پاملرنې له امله بېرته له منځه تللي .
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس