معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د کرنیزو محصولاتو څلور ورځنی نندارتون جوړیږي

کابل کې د کرنیزو محصولاتو څلور ورځنی نندارتون جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې ټاکل شوې د روانې تلې میاشتې له ۲۵مې نېټې څخه د همدې میاشتې تر ۲۸مې د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو محصولاتو څلور ورځنی نندارتون جوړ شي.

د یاد وزارت په وینا، دغه نندارتون کې به د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کېفیت لرونکي توکي، کرنیز او د مالدارۍ پروسېس شوي توکي، کرنیز ماشینونه، لاسي صنایع، وطني غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبو لګولو تجهیزات او یو شمېر نور توکي نندارې ته وړاندې شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس