معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې د یوه ستر سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې بشپړې شوې

کابل کې د یوه ستر سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، د نقشې او نړیوالو معیارونو مطابق، په نادر پښتون واټ کې د خېر خواه ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې بشپړې شوې.

د نادر پښتون واټ د سوداګرو ټولنې رییس مختار شریفي وایي، دغه ستر سوداګریز مارکېټ په ۹زره ۶۰۰متر مربع ځمکه کې د دوو تل خونو په ګډون د ۹پوړونو په درلودلو سره ډیزاین شوی، چې په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

خېرخواه سوداګریز مارکېټ د جوړولو پروژه د خصوصي سکټور (د سوداګرو ملي ټولنې) په ملاتړ او د چارو ادارې تر مدیریت لاندې ترسره شوه، چې مالیې وزارت، ملي بانک، کابل ښاروالۍ او خصوصي سکټور یې د مالکیت حق لري.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس