کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کار پیل شو.
د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د دې پروژې د پرانیستي مراسمو کې ویلي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان د برېښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته یو ګام نور هم نږدې شي.
نوموړي ویلي، سرپرست حکومت ټولو په ځانکړې ډول برېښنا سکټور برخه کې د پانګونې هرکلی کوي.
دې غونډه کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ویلي، د سرپرست حکومت بیا واکمنېدو سره د برېښنا په برخه کې نیمګړې پاتې پروژې هم پیل شي.
د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا دغه پروژه د کابل سروبې ولسوالۍ کې د ۱۸.۲ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوه، چې تر راتلونکي یوه کال پورې به یې د رغولو چارې پشپړې شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/