معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې پر اهل تشیع برید کوونکې د داعـ.ـش ډله نیول شوې

کابل کې پر اهل تشیع برید کوونکې د داعـ.ـش ډله نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د المرصاد په نوم یوې حکومت پلوه رسنۍ ویلي، د افغان حکومت ځانګړو ځواکونو کابل کې د داعـ.ـش هغه ډله نیولې، چې غوښتل یې د اهل تشیع هېوادوالو پر مراسمو باندې برید ترسره کړي.

دې رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دا ډله د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د تېرې چهارشنبې په ورځ د ځانګړو ځواکونو عملیاتو پرمهال نیول شوې ده.

د دوی په وینا یادې ډلې سره په زیاته اندازه چاودېدونکي توکي، وسلې او مهمات هم وو، چې امنیتي ځواکونو ترې ترلاسه کړي دي.

المرصاد ویلي، د دې پټنځای مسوول يو افغان دی چې په ګاونډي خارجي هېواد کې اوسېده او د داعـ.ـش خراسان څانګې له لوري چې مرکز يې په بلوچستان کې دی، جذب شوی دی.

د دوی په خبره نیول شویو کې هغه داعـ.ـشيان هم شامل دي، چې څو میاشتې وړاندې یې د کابل ښار په کوټه سنګي سیمه کې د اهل تشیعو پر موټر برید کړی و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس