معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل کې پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټونو د وېش بهیر نن پيل شو

کابل کې پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټونو د وېش بهیر نن پيل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاسپورټ ریاست سر له نن څخه یوازې کابل کې په افلاین بڼه یا پر کاغذي غوښتنلیکونو د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ.

د خبر پر بنسټ، د دغه ریاست رییس عبدالکریم حسیب ويلي، هېوادوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو او په بیړه د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره یې دغه بهیر پیل کړ.

نوموړي زیاته کړې، چې کابل کې د دغې چارې بریالي کېدا سره به نورو ولایاتو کې هم ورته اقدام وکړي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا د پاسپورټ د وېش له ټکني بهیره اندېښنه څرګندوي او وايي، له څو میاشتني انتظار وروسته هم پر دې نه دي توانیدلي، چې پاسپورټ ترلاسه کړي.

دوی له پاسپورټ ریاسته غواړي چې دغه ستونزه حل کړي او په کابل کې د پاسپورټونو د وېش مرکزونه زیات کړي.

تر دې وړاندې د دغه ریاست رییس ویلي و، چې د راتلونکو څو میاشتو په ترڅ کې به په کابل کې د پاسپورټ د وېش نور مرکزونه هم جوړ شي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس