کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزراء په مشرۍ د کابينې غونډه کې پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د سرطان او د زړه ناروغيو د تشخيص او درملنې په موخه د معياري طبي کمپلکس جوړولو لپاره د ځمکې د مشخصولو چارې ترسره کړي.
د خبر پر بنسټ، یاد طبي کمپلکس لپاره تر ځمکې مشخص کولو وروسته به هېواد کې رسماً د سرطان او زړه ناروغیو د درملنې کمپلکس جوړولو چارې پيل شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/