کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رییس الوزراء په مشرۍ د کابینې څلورمه غونډه کې پر یو شمېر موضوعاتو خبرې او پرېکړې وشوې.
د خبر پر بنسټ د کابینې دې غونډه کې عامې روغتیا وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د درملو نرخونه کنټرول کړي او له اصلي نرخ یې په لوړه بیه د پلور مخنیوی وکړي.
د کابینې غونډه کې د هېواد له ټولو درملتونونو غوښتنه شوې، چې درمل په مناسب قیمت وپلوري او د خلکو له مجبوریت څخه دې ناوړه استفاده نه کوي.
همداراز دې غونډه کې کورنیو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې نورو اړوند ارګانونو سره په همغږۍ دې د انساني قاچاق مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/