معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کار، کډوالۍ او مرګ؛ افغانان بیا د ایران په کان کې ژوند بایلي

کار، کډوالۍ او مرګ؛ افغانان بیا د ایران په کان کې ژوند بایلي

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲۰ مه نېټه)

د ایران رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد په سمنان ولایت کې د سکرو په یوه کان کې د ګازو خپرېدو له امله، ۷ کان‌کیندونکي کارګر، چې درې تنه‌یې د افغانستان اتباع دي، وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، وژل شوي افغان کارګر د ۲۰ څخه تر ۲۵ کلونو عمر لرل.

رسنیو لیکلي: «یو له دغو افغانانو ۲۰ کلن او د “ابراهیمي” تخلص درلود، دویم ۲۵ کلن او د “اکبري” تخلص‌یې و، او دریم هم د “ابراهیمي” تخلص درلود او عمر‌یې ۲۵ کاله و.»

د دې پېښې په اړه ویل شوي چې د دوشنبې په ورځ، غرمه مهال، د “جواهر” په نوم د سکرو په کان کې رامنځته شوې ده.

ډېری افغان کډوال په ایران کې د سختو او درندو کارونو سره بوخت دي، ځکه په ډېرو برخو کې د کار اجازه نه لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس