معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کاناډا په پاکستان کې له افغان کډوالو سره خپلې مرستې بندې کړې

کاناډا په پاکستان کې له افغان کډوالو سره خپلې مرستې بندې کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کاناډا د هغو افغان کډوالو تمویل بند کړ، چې په پاکستان کې د کاناډا د ویزو په انتظار ناست دي.

تر دې وړاندې کاناډا ژمنه کړې وه، هغو افغانانو ته به د کډوالۍ ویزې ورکوي چې په افغانستان کې له کاناډايي ځواکونو سره همکاري کړې.

په افغانستان کې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته ډېری دغه افغانان پاکستان ته تللي او کاناډا ته د تللو په تمه دي.

دغو افغانانو ته د کاناډا د کډوالۍ ادارې پیسې او امکانات برابر کړي وو.

اوس د کاناډا د دولتي ټلوېزیون د راپور له‌مخې د کاناډا حکومت په پاکستان کې دغو افغان کډوالو ته د سرپناه پیسې بندې کړي دي.

دې ادارې ویلي چې دا یو موقتي کار و، ځکه پناه غوښتونکو سرپناه ته اړتیا درلوده څو په‌ دې موده کې خپل اسناد برابر کړای شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس