کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري د قوش تېپې کانال د شاوخوا ځمکو د معقولې استفادې د طرحې د وړاندې کولو په تړاو د دغه وزارت له لوري جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د دغه کانال په شاوخوا ځمکو کې باید منظمو صنعتي، کرنیزو او د مالدارۍ کمپلکسونو ته وده ورکړل شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دې غونډه کې د ښار او کور جوړولو وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د مالیې وزارت سرپرستو وزیرانو، د چارو ادارې رییس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال ګډون درلود.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/