معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرنې وزارت د وچکالۍ کمېدو برخه کې پر وروستیو اورښتونو هیله مندي ښودلې

کرنې وزارت د وچکالۍ کمېدو برخه کې پر وروستیو اورښتونو هیله مندي ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، له وروستیو اورښتونو سره ښايي په راروانو کلونو کې د وچکالۍ اغېزې کمې شي.
د دغه وزارت ویاند رسنیو ته ویلي، چې سرپرست افغان حکومت د وچکالیو له امله رامنځته کېدونکو احتمالي بېړنیو حالاتو ته پوره چمتووالی لري.
د کرنې او مالدارۍ خونه په هېواد کې د وچکالۍ د زیاتېدو لامل په وروستیو کلونو کې د هېواد د اوبو نه مدیریت ګڼي.
د دغې خونې مرستیال وايي، چې که د هېواد په بېلابېلو برخو کې نوي بندونه جوړ شي، افغانستان به د کرنیزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شي.
د کرنې او مالدارۍ خونې د شمېرو له مخې افغانستان په کال کې له بارانونو او واورو ۸۰ میلیارده متر مکعبه اوبه تر لاسه کوي او کلنی لګښت یې ۲۵ میلیارده متر مکعبه اوبه دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس