معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کرنې وزارت وایي، افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي

کرنې وزارت وایي، افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان به ډېر ژر د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا شي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان باید له یوه وارداتي هېواده پر صادراتي هېواد بدل شي.
د کرنې وزارت سرپرست زیاتوي، د وچکالۍ د مخنیوي په موخه دغه وزارت هڅې کوي چې اوبه په سمه توګه مدیریت کړي. سرپرست وزیر ټینګار کوي، چې وار له مخه پر کرنیزو ځمکو د مراکشي ملخانو د یرغل مخنیوی کړی دی.
تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په یوه راپور کې ویلي وو، چې د دوامدارې وچکالۍ او پر کروندو د ملخانو د یرغل له امله به په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان د غنمو د محصولاتو کچه له ۳۰ تر ۳۵ سلنې را ټیټه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس