معماری
خانه / ګهیځ نیوز / کرکټ بورډ پاکستان سره د لوبو لپاره د ملي لوبډلې ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ

کرکټ بورډ پاکستان سره د لوبو لپاره د ملي لوبډلې ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري لومړۍ نېټه):
د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د پاکستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو دریو شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۷ کسیز نوملړ اعلان کړ.
د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د همدې روانې مارچ میاشتې پر ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېته د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د نوموړي ترڅنګ د هېواد با تجربه لوبغاړی محمد نبي، چې په تېر شل اوریز نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لوبډلمشر و، هم لوبډلې ته راګرځېدلی.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان د لوبډلې په اړه ویلي، چې په تمریناتي کمپ کې لوبغاړو ډېره خواري کړې ده.
د نوموړي په خبره د همدې تمریناتو له مخې یې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د یادو سیالیو لپاره غوره لوبغاړي ټاکلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس