کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې کمال خان بند نن د سرپرست حکومت د لوړپوړو چارواکو او مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند سیند پر اوږدو کې موقعیت لري، چې د هېواد د اوبو مدیریت، کرنیز پرمختګ او انرژۍ تولید لپاره حیاتي ارزښت لري.
د کمال خان بند د جوړولو چارې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې پیل شوې وې او په دریو پړاوونو کې بشپړې شوې.
د یاد بند لوړوالی ۱۶ متره دی، چې ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبه زېرمه کولی شي.
د دې بند په بشپړېدو سره به ۱۸۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه او ۹ میګاواټه برېښنا به هم تولید شي، چې د سیمې د اوسېدونکو لپاره به د پام وړ اقتصادي ګټې ولري.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/