معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندز کې د دشت ارچي ولسوالۍ د سړک رغونې چارې پیل شوې

کندز کې د دشت ارچي ولسوالۍ د سړک رغونې چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو ‏چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۹۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې.

د دغه وزارت ویاند ویلي، دغه سړک چې ۱۹ کیلومټره اوږدوالی لري، د جوړېدو چارې به یې ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.

حق شناس زیاته کړې، د یاد سړک په جوړېدو سره به د تخار ولایت اته ګونې ولسوالیو د نښلېدو سره د دشت ارچي ولسوالۍ د اوسېدونکۍ ستونزې هم حل شي.

دې وروستیو کې د لویو لارو بیارغونې ته پاملرنه زیاته شوې، خو ترافیکي پېښو بیا خلکو ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس