معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د زعفرانو د پروسېس مرکز پرانیستل شو

کندهار کې د زعفرانو د پروسېس مرکز پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۳۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایتي چارواکو په دغه ولایت کې د زعفرانو د پروسېس مرکز د پرانیستل کېدو خبر ورکړی.

د خبر پر بنسټ، د کندهار د کرنې رییس فضل الباري فضلي ويلي، د یاد ولایت اوبه او هوا د هر ډول کرکیلې لپاره برابره ده.

نوموړي زعفران، انجه او پسته د کوکنارو د کرکیلې ښه بدیل یاد کړی دی.

په ورته وخت کې د دې ولایت یو شمېر کروندګر وايي، په دې وروستيو کې په ګڼو سيمو کې خلکو د زعفرانو کرلو ته مخه کړې، خو ورته د بازار نشتوالى لويه ستونزه یادوي.

دوى وايي، پخوا يوازې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې زعفران کرل کېدل، خو اوس يې لړۍ ارغنداب، ژېړۍ، دامان، شاوليکوټ او يو شمېر نورو ولسواليو ته هم غځېدلې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس