معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د سنو فارما کارخونه د درملو تولید تر ۱۷۰ قلمه رسوي

کندهار کې د سنو فارما کارخونه د درملو تولید تر ۱۷۰ قلمه رسوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کندهار کې د سنو فارما درملو فابريکې مسوولين وايي، د روان کال تر پايه به د درملو توليدات تر ۱۷۰ قلمه ورسوي.

د يادې کارخونې مسوولین زیاتوي، دمګړۍ شاوخوا ۱۵۰ قلمه درمل جوړوي، چې شربت، ټابليت او کپسول په کې شامل دي.

د یادې کارخونې رییس وايي، اوس مهال یې د هېواد ۹۰ سلنه برخه له خپلو درملو برخمنه کړې او پلان لري، چې افغانستان د درملو په برخه کې پر ځان بسیا کړي.

نوموړی وايي، دا مهال یې ټول هېواد کې تر ۴۰۰ پورې خلک پر کار ګمارلي دي.

بل لور د یادې کارخونې کار کوونکي وايي، دوی یوازې په کارخونه کې تر ۳۰۰ کسان کار کوي، چې له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

د کندهار د صنایعو خونې مسوولین هم د سنو فارما کارخونه د باکېفیته درملو لپاره ښه مرکز ګڼي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس