معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د شکرینه کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کندهار کې د شکرینه کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د شکرینه په نوم کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دوی په خبره، یاد کانال ۱۲ سوه متره اوږدوالی لري، چې ۶۹ زره امریکايي ډالره لګښت پرې راغلی دی.
مسوولین وایي، چې د دغې کانال په جوړېدو سره شاوخوا ۱۷۵ هکتاره ځمکه د خړوبېدو څخه برخمنه شوه.
د مسوولینو په خبره، دغه کانال د ROP-AMP پروګرام د اوبو لګولو ټیم لخوا په اساسي ډول رغول شوی، چې د مسوولینو په خبره د اوبو په سپما کې به مهم رول ولوبوي او بزګرانو ته به په اوبو لګولو کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس