کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کندهار ولایتي چارواکو ويلي، چې د دغه ولایت په میانکو سیمه کې د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوړېدونکي بند چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به یې پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د راپور پر بنسټ، د کندهار ښاروالۍ ویلي، یاد بند ۱۵۰ متره اوږدوالۍ، ۵۰ متره پلنوالی او نهه متره لوړوالی لري، چې د ۱.۵ میلیونه متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
مسوولینو زیاته کړې، یاد بند د سیلابي اوبو د مخنیوي او تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمې د قوي کېدو لپاره جوړېدونکی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/