معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې د ښاروالۍ مسوولین خپلو عوایدو کې ۸۵ سلنه ډېروالی ښیي

کندهار کې د ښاروالۍ مسوولین خپلو عوایدو کې ۸۵ سلنه ډېروالی ښیي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۸ مه نېټه):
د کندهار ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول رسنیو ته ویلي، چې سږ کال ښاروالۍ ۴۳۳ میلیونه ۲۹۷ زره او ۱۱۰ افغانۍ عواید راټول کړي، په داسې حال کې چې تېر کال دغه عواید ۴۵ میلیونه ۷۵۶ زره او ۳۸۶ افغانۍ و.
دغه ولایت کې د ښاروالۍ مسوولینو زیاته کړې، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د دې ادارې عواید ۸۵ سلنه لوړ شوي دي.
د دوی په خبره د عوایدو ډېرښت سره په کندهار ښار کې د بيارغونې کارونه هم ډېر شوي دي.
دوی د عوایدو د ډېرښت لامل بشپړه روڼتیا او دغه راز پر خلکو د پاتې جریمو او باقیاتو تصفيه کول ښودلي.
ښاروالۍ ویلي، دغه عوايد د کورونو او نورو ودانیو د صفايۍ، د ښاروالۍ ملکیتونو د کرایې، د تفریحي پارکونو او نورو ځایونو د قراردادونو، د مخابراتي شبکو انتنونو د کرایې، د سړک غاړې لوحو د اعلاناتو، د جوازونو د ملکيت سندونو، د سړک غاړې له پلورونکو جریمو پخوانیو باقیاتو او نورو برخو څخه راټول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس