معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندهار کې یو صنعتکار د غنمو د ترېشل فابریکه جوړه کړې

کندهار کې یو صنعتکار د غنمو د ترېشل فابریکه جوړه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۱ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عبدالباقي په نوم دغه صنعتکار چې د دوه میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د غنمو د ترېشل جوړولو فابریکه جوړه کړې وایي، په دې فابریکه کې د ترېشل ماشین ټولې پرزې جوړیږي او تر ۱۵۰ تنو پورې خلکو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادې فابریکې مشر زیاتوي، د تېرو شپږو کلونو راهیسې د غنمو ترېشلې جوړوي، چې تولیدات یې تر ایراني او پاکستاني ترېشلو ډېر مخته دي او نرخونه یې هم ارزانه دي.
د صنعتي پارک آمر بیا ویلي، چې یاده فابریکه کېفیت لرونکي او د نرخ له اړخه مناسب ترېشل ماشینونه جوړوي.
دوی د دغه ډول کارخونو د ښۀ فعالیت لپاره د برېښنایي ستونزې د حل غوښتنه کوي، څو په وینا یې وشي کولای اسانۍ سره ښه کېفیت لرونکي توکي بازار ته وړاندې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس