معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندوز کې د اوبو رسولو دوه سولري شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کندوز کې د اوبو رسولو دوه سولري شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست تر نظارت لاندې، د نمارک نړیوالې پراختیایي کمېټې DANIDA (ROL) په مالي مرسته او د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ میرزا خال قرلق بالا او پایین کلیو کې د اوبو رسولو دوه سولري شبکو چاري بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خبر پر بنسټ، د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست د انجنیرۍ ټیم په وینا دواړه شبکې په عین شکل سره جوړې شوي دي، چې په دغو شبکو کې د ۳۳ زره ۴۵۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د ۶۳ سولر تختو نښلول، د ۱۵۰ مترو په ژوروالي سره د دوه څاګانو کیندل، د ۱۲۰ متر مکعب په وړتیا د اوبو ذخیرو جوړول او د ۴۶۱ نلکو کور په کور نښلول شامل دي.
د یادو شبکو چارې ۱۵۲ زره امریکایي ډالرو په لګښت سره بشپړې شوې.
ځایي مسوولین وایي، د دې پروژې په بشپړیدو سره ۷۴۸ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړ
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس