معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندوز کې د تېرو ۳ مياشتو پرمهال لسګونه تنه په نشه يي توکو روږدي کسان تداوي شوي

کندوز کې د تېرو ۳ مياشتو پرمهال لسګونه تنه په نشه يي توکو روږدي کسان تداوي شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز ولايت د عامې روغتيا رياست د معتادینو ۸۰ بستريز روغتون مشر ویلي، چې په تېرو ۳ میاشتو کې ۲ سوه تنه په نشه يي توکو روږدي کسان له تداوي وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
مسوولینو ویلي، چې یاد تداوي شوي کسان د کندوز په ۸۰ بستريز روغتون کې له ۴۵ ورځو درملنې وروسته روغ او خپلو کورونو ته واستول شول.
مسوولین وایي، کندوز کې د معتادینو کچه تر شاوخوا ۳۰ زرو رسیږي، چې دې وروستیو کې یې د درملنې له امله کچه مخ په ټیټېدو ده.
د معتادینو ۸۰ بستريز روغتون مشر ویلي، اړتيا ده چې کندوز کې د معتادینو د تداوي په موخه باید ۳ سوه بستريز روغتون فعال شي، څو د کندوز ټول معتادین تداوي شي.
د هغه په وینا اوسمهال د کندوز په ۸۰ بستريز روغتون کې ۹۰ تنه معتادین د ۴۵ ورځو په موده کې تر درملنې لاندې دي، چې د اړتیا وړ ټول خوراک، پوښاک او ساتنه یې د سرپرست حکومت لخوا ورکول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس