معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندوز کې د کابل بانک څانګې مخې ته چاودنه شوې

کندوز کې د کابل بانک څانګې مخې ته چاودنه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار تایید کړې، چې نن سهار شاوخوا ۸:۳۵ د دې ولایت په مرکز کې د کابل بانک د نمایندګۍ مخې ته چاودنه شوې.

نوموړي ویلي، دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې دولتي کارکوونکي د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره د بانک مخې ته راټول شوي وو.

تر دې دمه د یادې چاودنې د مرګ‌ – ژوبلې په اړه رسمي جزیات نه دي خپاره شوي، خو ځایي سرچینو ګهیځ نیوز ته ویلي، چې تر ۳۰ پورې کسان په دغه چاودنه کې وژل شوي دي، خو د دغه جزیاتو پخلی تر اوسه په رسمي ډول نه دی شوی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس