معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندوز کې د ۱۸ کیلو متره فرعي سړکونو د رغولو چارې پيل شوې

کندوز کې د ۱۸ کیلو متره فرعي سړکونو د رغولو چارې پيل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ويلي، چې د یاد ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۸ کیلومتر فرعي سړکونو د پخولو چارې پیل شوې.

د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس اسدالله حامد ویلي، دشت ارچي ولسوالۍ کې د فرعي سړکونو د پخولو او هموار کولو چارې د اغا خان دفتر په مالي ملاتړ د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوي، چې د یادې ولسوالۍ ۱۴۱ کلي ترپوښښ لاندې نیسي.

په ورته وخت کې د دشت ارچي ولسوال عصمت ا لله اسامه ويلي، دوی هڅه کوي چې د ټولګټو پروژو په پلې کولو سره خلکو ته د کارزمینه برابره او له خلکو غواړي چې د یادې پروژې په پلې کېدو کې همکاري وکړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس