معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کندوز کې یو روغتیایي خصوصي کلینک رسماً په فعالیت پیل وکړ

کندوز کې یو روغتیایي خصوصي کلینک رسماً په فعالیت پیل وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ کندوز ولایت کې د “ولي سراپا” په نوم یوه خصوصي روغتيايي کلينيک د عامې روغتيا رياست استازو، د خصوصي روغتیايي کلینکونو مشرانو، د درمل پلورونکو اتحاديې مسوولینو او ځایي خلکو په حضور کې رسماً پرانیستل شو.
د خبر له مخې یاد کلينک به په عمومي داخله، ولادي نسايي او جراحي عمومي برخو کې د کندوز خلکو لپاره فعالیت کوي، چې د دې ترڅنګ په دغه کلینک کې مجهز ډول عملیات‌ خونه، ولادت خونه او په عصري ډول د مریضانو بستر په موخه خونې ترتیب شوي دي.
د یاد کلینک د مشر په وینا، دوی به په یو میاشت کې په يو وار سل مریضان په وړیا ډول تر درملنې لاندې ونیسي.
ځایي خلک چې تر دې وړاندې یې خپل ډېری ناروغان نورو ولایاتو ته د درملنې په موخه استول، د یاد کلینک په فعالیت خوښي څرګنده کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس