معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کورمه کې د شیعه او سني وسلوالو ترمنځ لس ورځنی اوربند وشو

کورمه کې د شیعه او سني وسلوالو ترمنځ لس ورځنی اوربند وشو

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)

د ګهيځ نیوز د خبر له مخې کورمه ایجنسۍ کې د جرګې له پرېکړې وروسته شیعه او سني وسلوالو ته سپارښتنه شوې، چې له مورچو څخه راکوز او پر یو بل له ډزو لاس په سر شي.

د دې هوکړې له مخې د دواړو خواوو مشرانو ژمنه کړې، چې برمته شوي کسان به خوشې کوي، خو د ټل او پاړه چنار ترمنځ د لارې پرانیستل وخت ته اړتیا لري.

د نومبر له ۲۱مې راهیسې د فرقه‌ يي شخړو په پایله کې ۱۲۵ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په وینا، د جولای او اکتوبر ترمنځ هم په دې سیمه کې د ورته شخړو له امله ۷۹ کسان وژل شوي وو.

دې روانې جګړې د سیمې امنیت او د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس