کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په کورمه سیمه کې وروستۍ فرقه يي شخړه د پاکستان حکومت په منځګړیتوب د ۷ ورځني اوربند په هوکړې سره پای ته رسېدلې.
د دغې شخړې له امله تر اوسه د ۶۸ تنو د وژل کېدو او د لسګونه نورو د ټپي کېدو رسمي پخلی شوی دی.
د خېبر پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو وزیر او د منځګړي پلاوي غړي محمد علي سیف ویلي، چې سني او شیعه رهبرانو د جګړې پای ته رسولو او د یوې اوونۍ اوربند په اړه هوکړه کړې، چې ښايي دغه اوربند وغځیږي.
هغه زیاته کړې، چې دواړو خواوو د زندانیانو پر تبادلې، چې ښځې هم په کې شاملې دي او د وژل شویو کسانو پر راکړې – ورکړې هوکړه کړې ده.
چارواکو ویلي، چې د دې هوکړې عملي کېدل به د پاکستان د پوځ په مرسته ترسره شي.
د منځګړو دغه پلاوي د تېرې شنبې ورځ باړه چنار ته سفر وکړ او له سني او شیعه مشرانو سره یې د دې شخړې د هواري لپاره خبرې وکړې.
دغه نښتې د نومبر په ۲۱مه هغه مهال پیل شوې، چې په سیمه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري پر مسافر وړونکي موټر خونړی برید وشو او ۴۰ شیعه ګان په کې ووژل شول.
په کورمه کې له دې وړاندې هم څو ځله فرقه يي وسلوالې شخړې شوي، چې د سیمې خلکو ته یې ګڼ زیانونه اړولي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/