معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کورنیو چارو وزارت د ۲۶ نورو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکړ

کورنیو چارو وزارت د ۲۶ نورو ولسوالیو د جوړېدو خبر ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۸ مه نېټه):
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې کورنیو چارو وزارت ۲۶ نوې ولسوالۍ جوړوي.
د نوموړي د مالوماتو په اساس اوس د دغو نویو جوړېدونکو ولسوالیو لپاره د تشکیل پر جوړښت کار روان دی چې په ۱۲ بېلابېلو ولایتونو کې به جوړې شي.
ټکور زیاتوي چې له هغې ډلې پنځه داسې ولسوالۍ هم دي چې پخواني جمهوري دولت په تشکیل کې زیاتې کړې وې او ملکي تشکیل یې ورکړی و، خو د ده په وینا دوی به نظامي تشکیل هم ورکړي.
دی وایي، د دغې پرېکړې په لاملونو کې د دغو ولسوالیو د مساحت او نفوس په ګډون د خلکو غوښتنې هم په پام کې نیول شوې، خو معلومه نه ده چې دا ولسوالۍ به په کومو ولایتونو کې جوړې شي؟
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس