معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې د اورلګېدنې له امله یو تن مړ او درې نور ژوبل شول

کونړ کې د اورلګېدنې له امله یو تن مړ او درې نور ژوبل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۴ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کونړ ولایت کې د اور لګېدنې له امله د یو کور یو تن ژوند بایللی او درې تنه نو ژوبل شوي دي.
د کونړ ولایت داطفایې آمر ویلي، چې دغه پېښه د یاد ولایت شیګل ولسوالۍ سنګرشاه په سیمه کې نن سهار د ګېس ډبې د چاودېدو له امله اورلګېدلی دی، چې په کې یو تن مړ شوی او دوه ماشومانو ترڅنګ یوه مېرمن ټپي شوې ده.
د اطفایې آمر زیاته کړې، چې د اورلګېدنې له امله ۲ لکه افغانۍ مالي زیان هم اوښتی او د ۵ لکه افغانیو په ارزښت د زیان مخه د اطفایې په رسېدو سره نیول شوې ده.
مسوولین وایي، چې ټپیان د کونړ مرکزي روغتون ته درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس