معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کونړ کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ ولایت پېج درې په شیلام دپیرو خوړ سیمه کې د یو ډاډسن موټر د چپه کېدو له امله پنځو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
د خبر پر بنسټ، یاد ډاډسن د تخنیکي عوارضو له امله بې لارې شوی او اوښتی دی.
د دغه ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، چې یاده پېښه کې درې تنو ژوند بایللی او دوه تنه نور ټپیان دي.
مړو شویو کې دوه تنه مېرمنې شاملې دي.
د اسعد آباد مرکزي روغتون رییس ویلي، چې دغه پېښه د SAVE The CHILDERN په روغتیایي موبایل ټیم باندې شوې، چې وژل شوي او ټپیان ټول د دغه روغتیایي کارکونکي دي.
د ده په خبره ټپیان په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس