معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کونړ کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کونړ ځایي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې.
د راپور پر بنسټ، مسوولینو زیاته کړې، چې یاده پېښه تېره ورځ ناوخته د نورګل ولسوالۍ اړوند پتنګ ترۍ سیمه کې د دوه موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په کې درې تنو ژوند بایللی او اووه نور ژوبل شوي دي.
ترافیکي مسوولینو د یادې پېښې علت د موټر چلوونکو بې غوري یاده کړې ده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس