کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کونړ ولایت ځایي مسوولینو ویلي، چې د دې ولایت یوه اندازه ګران بیه ډبرې بیروج د بولۍ له لارې د ۴۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ویلي، د سوداګرو ستونزې به له لوړ پوړو چارواکو سره شریکې کړي او ډېر ژر به د دغو ډبرو د قانوني صادراتو اسانتیاوې هم برابرې کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې سرپرست حکومت د سوداګرو د ملاتړ او اقتصادي پرمختګ لپاره ژمن دی او د ستونزو د حل په برخه کې به اړینې هڅې ترسره کړي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/