معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګوترېش وایي، سرپرست حکومت دې د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي

ګوترېش وایي، سرپرست حکومت دې د رسمیت پېژندنې شرایط پوره کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د امنیت شورا ته د خپل ربعوار راپور د وړاندې کولو پرمهال ویلي، چې که سرپرست افغان حکومت غواړي چې د نړیوالې ټولنې یوه فعاله برخه شي، باید د بشري حقونو ساتنې او ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
ګوترېش په دغه څرګندونو کې د ښځو زده کړو، کار او د پخواني جمهوریت د کارکوونکو خوندیتوب ته یې اشاره کړې ده، خو د سرپرست حکومت ویاند بیا وايي، چې د بشري حقونو په اړه نړیوال تعریفونه سره توپیر لري او دا تعریفونه په بېلابېلو فرهنګونو، چاپېریالونو او ځینې نورو ارزښتونو پورې تړاو لري.
نوموړی وايي، سرپرست حکومت ټولو وګړو ته له شریعت سره سم حقونه ورکوي، له هېچا سره زیاتی نه کیږي او د شته نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره هم هڅې روانې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس