معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ګڼ شمېر افغانان د معیاري روغتیايي خدماتو له نه لاس رسي شکایت کوي

ګڼ شمېر افغانان د معیاري روغتیايي خدماتو له نه لاس رسي شکایت کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کډوالۍ نړیوال سازمان ويلي، چې افغانستان کې ګڼ کسان د معیاري روغتیايي خدماتو ترلاسه کولو هڅه کوي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دوی ټیمونو د روان ۲۰۲۳م کال له جنورۍ تر جولای میاشتې پورې له څه باندې ۳ لکه ۲۵زره کسانو سره ابتدايه روغتیايي مرستې کړې دي.
د دې ادارې په وینا، دغه ټیمونه توانېدلي، چې د افغانستان سرحدي سیمو ته هم ځانونه ورسوي، هلته چې ورتګ خورا ګران کار و.
د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې خلک له کلونو راهیسې شکایت کوي، چې وړ روغتیايي خدمات نه وررسېږي او هغه خدمات هم چې دوی ته وړاندې کېږي، لنډمهاله وي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس